د بشري حقوقو د څيړنې او مدافع ډله
د افغانستان په هکله د پاليسي بحث حتمي او ضروري يو لوى تصوير باندې تمرکز مومي. د کابل، واشنګتن، نيويارک او برکسل په دهليزونو کې د افغانانو غږ ته غوږ نه نيول کيږي او ورته پاملرنه نه کيږي. د بشري حقوقو د څيړنې او مدافع ډله (HRRAC) ددي لپاره منڅ ته راغلې ده چې دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه دافغانانو غږ او نظريې د پاليسي جوړونکو غوږونو ته ورسوي. ديدګاه
ددې ډلې هدف دادى تر څو دافغانانو غږ مستقيماً د پاليسي په بدلولوکي مرسته وکړي تر
څو د دوى بشري حقوق وده ومومي.ماموريت
يا هيئت
دغه ډله هغه ملي او نړيوالې مؤسسې چې د افغانانو د حقوقو په دفاع کي ژمن دي له يوه
بل سره نږدې کوي. دغه ډله د ساحوي څيړنو او مدافعوي کمپاينونو په وسيله زيارباسي
ترڅو پاليسي جوړونکي دافغانانو انديښنې او هيلې واوري او دهغوى دبنسټيزو بشري حقوقو
په ساتنه کې کوښښ وکړي.
سابقه
دغه ډله له ٧ افغاني او ٦ نړيوالو غير دولتي مؤسسو څخه چې په افغانستان کې د سولې
او بشري حقوقو د ودي په وړاندي ژمن دي، جوړه شوې ده. دغه پروژه افغانستان او
نوروهيوادونو ته چې له جګړي او ناامنۍ څخه راوځي يوه بي سارى ابتکار ده. دغه ډله
يوشمير مؤسسې سره راغونډوي تر څو د دوامدارو لومړنيو څيړنو، روزلو او دسته جمعي
مدافعو په وسيله بشري حقوقوته په سيستماتيکه توګه وده ورکړي.دمؤسسو دغه ډله دانساني مرستو، بياودانولو، بشري او دښځو حقوقو، دسولي د ودې، څيړنې او مدافع په برخو کي ډيرې تجربې لاس ته راوړي دي. د ډلې غړي هغه مؤسسې دي چې په نني افغانستان کې دتجربې او درناوي لرونکي دي او دمونږ دغړو دغه پراخو پرمختيايي تجربو مونږ ته دغه زمينه برابروي چې د وګړو له ټولنو سره په نږدي تماس کي اوؤسو. |
د ډلې غړي
افغاني مؤسسې
ډله د رهبري هيئت په واسطه رهبري کيږي چي دپروژو او مدافعود ستراتيژيک سمت د اداره کولو لپاره په منظم ډول سره ناسته کوي. ډله يوسکرتريت يا دارالانشأ هم لري چې درهبري هيئت دنظريو او پروژو دتطبيق او سرته رسولو مسئوليت لري. غړې مؤسسې د ډلې کارونوته مالي مرستې برابروي او هم Novib، NZAID او USIP د ډلې مهم مالي مرسته ورکونکي ګڼل کيږي. |
|
موضوعات
دډلې کوښښونه په دريو برخو يا موضوعاتو
باندي تمرکز کوي: امنيتي حقوق، سياسي حقوق او اقتصادي او ټولنيز حقوق چې فعلاً ډله
د ټوپک دحاکميت، ټول ټاکنې او ښونې او روزنې په برخو کې کارکوي.رپوټونه افغانان خبري کوي: د حقوقو او مسئوليتونو په هکله د افغانانو نظريې، د ٢٠٠٣ کال نومبر افغانان خبري کوي، چي د دغې ډلې لومړنى محصول دى په افغانستان او دهغه په هکله د پاليسي د بحث را پارول يې هدف دى. دغه رپوټ د عادي افغانانو بشري حقوق آزمايي او وړانديز کوي چې خلک څوک د بشري حقوقو د ساتني او پرمختګ مسؤل ګڼي. دغه رپوټ د بشري حقوقو درې مهم او کليدي ساحې جوتوي: (١) دبدني يا فزيکي امنيت حق، (٢) د سياسي ونډه اخيستنې حق، او (٣) دهيوادونو په بياودانولوکي د اقتصادي سرچينو څخه د ګټه اخيستلو حق. د" افغانان خبري کوي"رپوټ لپاره څيړنه د ٢٠٠٣ کال د اپريل له آخر څخهد جون تر آخره پوري دوام وکړه. دڅيړنې لاس ته راوړني د ١٤٧٩ تنه افغانانو د سروې د ځوابونو پر بنسټ لاس ته راغلي چې په افغانستان کې په ٨ کليوالو او ښاري سيموکې تر سره شوې دي: فيض آباد، ګرديز، هرات، کابل، کندهار، پنجوايي، سرپل او زرنج . دسروې شويو خلکو له جملې څخه له ١١٠٤ تنو سره په جلاجلا توګه مرکې شوي چې له پوښتنليک څخه پکښې کاراخيستل شوى او پاتې ٣١٥ تنه يې په ډليزو بحثونو کې ونډه اخيستې ده. رپوټ: د اجباري ښونې او روزنې په برخه کي پرمختګ (١ � ٩ ټولګي)، د ٢٠٠٤ کال مارچ د ٢٠٠٤ -٢٠٠٥ تعليمي ګال په پيل سره، ډلې تصميم ونيوه تر څو په افغانستان کې د اجباري ښونې او روزنې (١ -٩ ټولګي) داوسني حالت جاج واخلي. رپوټ پوهيږي چې د زده کونکو په شموليت او د ښونځيو په جوړولو کښې مهم پرمختګونه شوي دي، خو په ډاګه کوي چي د ښونځي د تکميلولو په ارقامو، دپاليسي ادارى، د درس کيفيت او په بشري قواکې خاليګاوې موجودې دي. ددغه رپوټ په واسطه ډله پاليسي جوړونکي هڅوي تر څو زياروباسي چې په افغانستان کې د ښونې او روزنې اوږد محال او بيړنۍ اړتياوې پوره کړي. راتلونکى رپوټ: د امنيت او ټول ټاکنو په باب د افغانانو غږ د ٢٠٠٤ کال د مې او جون مياشتو تر منڅ، ډله له ٧٠٠ زياتې سروې ګانې او مرکې په ٦ کليوالو او ښاري سيموکې تر سره کړې: فيض آباد، کابل، جلال آباد، کندهار، هرات او مزار شريف، ترڅو د افغانانو په ورځني ژوند باندې د ټوپک اغيزه وڅيړي. څرنګه چې په افغانستان کې لومړني دموکراتيک ولسمشري او پارلماني ټول ټاکنې را نږدي کيږي، مونږ کوښښ وکړ تر څو پدې پوه شو چې افغانان له ټول ټاکنو څخه څه هيله او توقع لري او داچې د ټوپک حاکميت په ټول ټاکنو باندي څه اغيزې لري. زمونز آدرس: afghanadvocacy@yahoo.com |
|